IQNA

پاکستان په سیمې کې د  امریکا یو مهم شریک دی

15:00 - December 21, 2023
د خبر لمبر: 3488457
ایکنا - د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاند «جان کربي» د واشنګټن او د اسلام اباد د اړیکو په ملاتړ کولو سره ټینګار وکړ پاکستان په سیمه کښې د امریکا مهم شریک دی.

ایکنا نیوز دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا د سټراټیژیکو ارتباطاتو غږملونکي  جان کربي په یوه خبري کانفرنس کښې امریکا ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر د سفر او په سیمه کښې د اسلام اباد په رول باندې د هغه د نتیجو په هکله وویل: پاکستان په سیمه کښې د امریکا مهم شریک پاتې کیږي.

هغه د پاکستان د چارواکو د څرګندونو په تائید کښې د اسلام اباد د ځواکونو پرضد د وروستیو حملو په هکله زیاته کړه پاکستان هماغه راز له سرحد ورهاخوا( افغانستان څخه) د ترهګرۍ له ګواښ څخه مخامخ دی.

جان کربي دغه راز له افغانستان څخه په بیړې سره د وتلو په وخت د امریکا د عسکرو لخوا د وسلو پریښودل او د امریکا له دغو وسلو څخه په استفادې سره د پاکستان په حکومتي عسکرو باندې حملې دروغ وبللې.

هغه زیاته کړه د طالبانو په پرمختګ سره د افغانستان امنیتي ځواکونو فیصله وکړه جنګ ونکړي او خپلې وسلې پر ځمکه کیږدوي او په افغانستان  کښې پاتې وسلې د افغانستان د عسکرو دي.

د پاکستان طالبانو ډلې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د طالبانو په ملاتړ سره خپلې حملې زیاتې کړي دي او د افغانستان مهاجرین هم په پاکستان کښې په ترهګرو فعالیتونو او ناامنیو کښې په لاس لرلو تورنوي.

له بلې خوا د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر جان اچکزي په امریکا غږ وکړ چې طالبانو ته د خبرداري د ورکولو پرځاې په افغانستان کښې په وسله والو ډلو باندې د حملو لپاره په پاکستان کښې د بې پایلوټه الوتکو مرکزونه جوړ کړي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i143504

captcha